دخپریدو نیټه : 2013-09-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
یو احساس
رڼا مومند
یو نا څاپه یو اثر په زړه را خور دې
تنګوي مې دردوي مې ژړوي مې
کله ورک شي، کله بیا راکې پيدا شي
کله اور شي، کله سوړ شي لکه واوره
په خوړو د زړه د سر مې روږدې شوې
د دردو په مازدیګر مې روږدی شوې
زما اوښکو نه اوبه د قوت اخلي
په ځګیرویو د پرهر مې عادت شوې
دا د ژوند دښمن زما د هرې ساه دی
سم په ورکه د بشر مې رضا شوې
په سور رنګ د زړه د وینو مې اختر کړي
په سلګو او په زارو مې همیش غواړي
د وجود په څړیکو چیرته زما موړ شو
سم دننه مې ګوګل کې راته ژاړي
په شیبه شیبه دې یاد کې رانه غواړي
دا عجیبه یو احساس را پرځیدلې
دا زما دزړه آواز دی چې راغلې
ځوروي مې کړوي مې دردوي مې
یابه مړه زما د زړه هره ناره کړي
یابه جوړه د وختونو افسانه کړي