دخپریدو نیټه : 2013-09-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ملا وکړه تاويزونه
محب الله ارمل
ملا وکړه دا د وخت دی
ملا وکړه تاويزونه
طبعت مې راته جوړ کړه
سوله راوله وطن ته
د ظالم لاسونه مات کړه
د مجرم لاسونه پرې کړه
که تاويز کې د قوت وي
که د کوډو کې اثر وي
نور يو ستړي
د قبرونو په کيندلو
نور ستومان له جنازو يو
ته مو وينې چې بل کارته
وزګار نه يو ته شاهد يې
بس يوازې
همدا يوه مخه راپاتې
هيله دفن کړو خپل مړي
ملا وکړه دا د وخت دی
ملا وکړه تاويزونه
ستا تاويز خو لېونيانو ته پکار دی
خلک وايي تاويز هر سړي ته ښه دی
موږ ته وکړه تاويزونه
چې پرغاړه مو ځړيږي
چې پر زړو نو مو لګيږي
ګوندې موږ ورسره سم شو
ګوندې ووځو لدې اوره
که يوالی مو نصيب شي
که مو درد ته څوک طبيب شي
که ويده خلک بيدار شي
که وطن ته لاس پکار شي
بخل مه کړه پدې کار کې
ستا هېڅکله تاوان نشته
خداي (ج) پدې نه خپه کيږي
الله (ج) نه ناراضه کيږي
ملا وکړه دا د وخت دی
ملا وکړه تاويزونه
شکرانه به درته ټوله کړو له خلکو
له مور ګانو له تنکيو ماشومانو
له پلورونو له سپېڅلو اروا ګانو
که بس نه شوه يتيمان شته په سلګونو
ډېرې کونډې ليدل کيږي
شکرانې ته ټول چمتودي
ډېرې بورې ډېرې وررې به يې راکړي
په لکونو به کړو ټولې
چې ستابس شي ،چې ستا بس شي
ملا وکړه تاويزونه
چې ويده قومونه ويښ شي
اجنبي ته شي يو موټی
چې اغيار ددغې خاورې
له يومخې تبا کړي
چې وطن رڼا رڼا کړي
چې دا سيمه په خندا کړي
ژړا وشړي له چمه
سترګې وچې کړي له نمه
پيره وکړه دادې وخت دی
پيره وکړه تاويزونه
که ريښتيا وي دروغ نه وي
که په حق وي باطل نه وي
که رنځونو ته شفا وي
که درمل د نابينا وي
نو ړانده خو څه کم ندي
کاڼه هم شته په سلګونو
د ګونګيو هم ګلې شته
ته يې وينې ته يې ګورې
ښه پوهېږې چې تاويزته
يو په سله ضرورت دی
خو تاويز آسانه نکړې
چې بې قدره نشي کسب
که کوم بل څه دې په زړه کې
موږ خو نه درته پوهيږو
عقيدې مو دي ريښتنې
له تا ويزه د ورېږو
ستا چلونه بلا ډېر دي
تاته کله تمه کيږي
تا ويزونه د خرڅېږي
ستا لوټونه جېب ته لويږي
خو هېچا درته وه نه وې
چې تاويز دې دی بې ګټې
لا د نور له بدو بدکړم
لا د راکړلې لغتې
موږ هم دلته ملامت يو
چې ګومان مو مستقيم دی
چې توپير نشو کولای
په مابين کې دې تاسو
۱۳۹۲/۶/۲۰
وردګ ،جلګه