یوه ورځ هارون په لار ه تیریده
خوار بهلول یی په یو د شت کښی و لید ه
بهلول کړلی ماشومانو سره لوبی
سره غرمه وه هم موسم ګرم د د وبی
د بهلول ځنی راتاو وه ما شوما ن
خوشحالی لوبی یی کولي په میدا ن
خوار بهلول ته اواز وکړلو هارون
نصیحت راته لږ وکړه په ژوند ون
د بهلول خوا کښی نیژدی یو هد یره وه
چی اغزیو کښی پټه شوی جوړ میره وه
بهلول و ښوده باد شاه ته هد یره
غبرت واخله دی قبرو ځنی کره
زما او ستا غوندی زیروحهء انسانان وه
ستا پشانی ورکي ډ یر ښایسته ځوانان وه
نن د زمکی خیټه کښی دي د وي پراته
خدای(ج) خبر چی اوس تیریږی په د وی څه
ای هارونه تخت او تاج باندی مغروره
دایمی کور دی ځانته وګوره ضروره
هر انسان لره همد ومره غبرت بس دی
دایمی کور یی دغه خړ د خاورو نس دی
ورونو وګورۍ د دی وخت باد شا ها ن
د وی همیش دی په قیصه کښی د خپل ځا ن
اوس تري جوړ شول داسی لوی لوی ښاماران
ته به وایی دا ماهي دی د سلیمان
د غوامو فریاد کله اوریدای شی
د بی وزلو بد خالت کله لیدای شی
ای (روغواله) پاک الله(ج) دی مهربان شی
چی د سولی دایمی کور افغانستا ن شی