کړکې د انتظار مې
په اوښکو ښکلومه
باران د ارمانونو
په زړه را اورومه
دا ښار د لیونو کې
له ځانه شم بیزاره
دا مینئ د ړندو کې
په زړه شمه بیماره
دا ګډ کور مو د هیلو
دا وچ چنار د کلې
دا رنګ د اندیښنو مو
دا سوړ بازار د کلې
تر څو د مخ په اوښکو
ړانده راخبروو مونږ
نارې د بی وسې به
کڼو ته غږوو مونږ
له ځانه یو په تيښته
جګړه د خپل ضمیر کې
تر څو به مونږ ژړیږو
د خپل ګریوان په ویر کې؟
راويښ شه نن له خوبه
خوب بس دی ای افغانه
د ژوند په هلهلو کې
لږ لیرې شه له ځانه!