مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خزان راغی!!!

پاچا


کليفورنيا- امريکا
۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳

زيړې پاڼي دي رژيږې چی خزان راغی
د ګلونو وار شو تير چی زمستان راغی
داسی عمر دی تيريږی که خفه يی يا خوشاله
يو ځل به داسی واوری چی مرګ ډير په تلوار راغی
زخيره نلرم په لاس کی اخرت ته ورروان يم
بس تش می دي لاسونه  چی اواز د قبرستان راغی
که خفه يم يا خوشاله دغه وخت به يو ځل راشی
کفن که ميسر شو،هم که څه ځايګی د ګورستان راغی
د يارانو سره ناست  بی خبره هم د ځانه هم  جهانه
د مرګ اواز چی وشو ټول وجود می په لړزان راغی
څه شول ياران ددی دنيا چی به ډير پری نازيدمه
په قبر ورته ناست،  نه يی اواز نه يی ګفتار راغی

۱
تف لعنت په نيمګړی دنياګۍ شه هيڅ شل راڅخه نه شوه
حلال حرام می ټول کړل،نه يو شی می څه په کار راغی
عمر تير شو لا تيريږی په سرو سترګو پسی ژاړم
نه توښه د آخرت شوه نه جهان می څه په کار راغی
حيران يم هغه چاته چی  جيفي ددی دنيا باندی نازيږی
په رڼو سترګو ورته ګورم چی د مرګی ګوزار په ما راغی
د سرو سپينو انبارونه جوړول  په دی فانی دنيا کی
بس خوشاله لږ په دې يم چی قارون هم په دې لار راغی
چی تبليغ د اسلام او ديندارۍ کړی د دوه پيسو لپاره
په ظاهره ثيقه درست په باطن کی ريا کار راغی
'پاچا' قيس درته ولاړ دی د خيرات کچکول په لاس کی
د ليلا کاروان تيريږی چی په منځ کی لوۍ اغيار راغی
په درنښت

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery