مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

ډاکټر فیض الله (ثاقب)

ځم د ساقی سلام کوم نوره توبه ماتوم
 په سر جامونه اړوم نوره توبه ماتوم
 په چپه خوله باندې څه ونشو نور خوله پرانیزم
 کاسه د صبر تشوم نوره توبه ماتوم
 چې ستا له دره مې هغه شېبه بس کړی ګله
 لدې توبو توبه کوم نوره توبه ماتوم
 بیا دې په تمه د دیدن درځم کوڅې ته اشنا
 دغه ګناه هر وخت کوم نوره توبه ماتوم
 ف - ث بې وسه ده نور صبر ترېنه نشی یاره
 تنده مې نن خړوبوم نوره توبه ماتوم

 زما خوار خړه شړئ ستا هیلئ غوندې غړئ
 مینه ده زما او ستا وړه خوله غټه مړئ
 د بېلتون ترخې شېبې ویښې شپې لارې څارل
 سوی سوی اسوېلی د غمو اوږده لړئ
 زما د زړه ویجاړ کنډر او خبرې د مستئ
 لکه مړی ته څوک ږدی شنه خالونه او دړئ
 تورې شپې دبېلتانه او خوبونه د وصال
 مرګ او ژوند دواړه یوځای لاس په لاس غاړه غړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery