که چا ولیده مزه یو وار د علم
بیا به د رومي همیشه په لار د علم
چی تر مرګه یی خوږلنه پاتي وی خوله کښی
چی و خوړلی خواږه ا نا ر د علم
سر حد نلر ی ښکا ریږی سمند ر دی
که یو ځل وکړی غوټه کنا ر د علم
علم داسی خزانه ده نه خلا صیږي
شه نصیب دی خزانه بسیا ر د علم
بی له تیلو تل بلیږی رڼا کا ندی
دا د پو هي ده ډ یوه انوار د علم
ښګلا حسن او ځوانی وی یو څو ورځي
وی مدام ترو تازه ګلزار د علم
صو رت ویلي لکه شمع ځان عا لم کړۍ
کړۍ روښا نه دا تیا ره د یا ر د علم
د د ولت نه علم عوره بلل شو ي
هو ښیا ر ا خلي تری فا یده با زار د علم
حکمت علم تل په وږی نس زده کیږی
زده به یی نکړی په مړښت اسرار دعلم
علم د ومره پرمختللی په جهان کښی
په ا سما ن کوی ګزمه سیا ر د علم
ای (روغواله) څو ژوندی یی علم زده کړه
که دا ستا شی په نصیب د ستار د علم