دخپریدو نیټه : 2013-10-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
وطنه
محمدالله ساپی
د ظالم څنګه دې له چنګه یوسو
چیرته وطنه تا له جنګه یو سو
ټول ګاونډیان دې خاماران شو درته
اوس دې نو موږ د چا تر څنګه یوسو
کله سور سور شې ته د سرو دلاسه
کله ستم د تور بد رنګه یوسو
ټوله دنیا درته رقیب رقیب شوه
بلې کوری ته دی کو م رنګه یوسو
کله چنګیز کله انګریز له لاسه
کله نادودې د اورنګه یوسو
څومره چې کاندی امریکا ظلمونه
تری زیات په سله د فرنګه یوسو
د ډیرو خپلو هم خیرن دي زړونه
څنګه د زړونو نه دې زنګه یوسو
ساپیه یو غم د وطن خو نه دی
دومره غمونه به یې څنګه یوسو