مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ژوندون

رڼا.م

 
موسکیدل،که خندیدل یا ژړیدل
 که د غم په ټال په لاره زنګیدل
 ماشومتوب شي، بیا ځواني او زړیدل
 په باران د ارمانو کې ډوبیدل
 که موسم د پسرلو وې
 که خزان
 که وي مینه که هجران که کړیدل
 که خوږو، ترخو د ژوند کې ځوریدل
 که جانان وي که غلیم ته دریدل
 که ژوندون وي د ارمان په لاره تلل
 که خندل که ژړیدل که کړیدل
 دا هم تیر شي، ها هم تیرشي

 کله دا او کله دا شي
 بس د ژوند په نوم بقا شي
 دا چینه د هیلو هرکله بهیږي
 ځینې راشي، ځینې درومي
 قافله د ژوند اخر زمونږ دریږي
 دغه کور کې، هسې یو نه ایساریږي
 نور په څه دا ژړیدل دا کړیدل دا دردیدل
 په دریاب کې د غمونو ډوبیدل
 او په وینو د زړګي ژوندون کول؟؟ 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery