دخپریدو نیټه : 2013-10-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی آرین
دلته باچا راځي خو سر نه لري ځان نه لــری
زمونږ له قسمته لمن نه لري ګريوان نه لـــري
راځي بې واکه جسد تخت ځنې تابوت جوړوي
څوک چې دبل په اوږو راشي بیا ايمان نه لري
نور خو اعتبار به د پال ګر ماما په پال نه کـــوو
مونږه د خپل قسمت په سر باندې جنجال نــه کــــوو
په زرين آس سوردی په مړو باندې پښې ږدي راځي
خدای نه په دې ښار کې دداسې باچا سوال نه کوو
دتور او سپين تميز کولای شو او زړونه ګـــــورو
په هر حبش چيرته هم خيال د تور بلال نــه کـــوو
بر لارو وځو خو زخمي ،زخمـــي ګلان ټولـــــو
داســـې ســـالار د قـــد مونو اســـتقبال نه کـــــوو
لکه يزيد د زيږې ورځ ښکاري اختر خو نه دی
پکــــې چې نه زانګو يقــين په دغه ټال نه کوو
نن خو قصاب د هلالکــې ســـرې جامې بدلــوي
هــر څه زړه په زړه نوي باندې خيال نه کوو
چې په تقدير کې مو ليکلي خدای هماغه رسي
ارينه فکر په هــستي او په زوال نـــه کـــوو