دخپریدو نیټه : 2013-10-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ښکاري
سیدمنتظرشاه
هغلته بر، هغه د برې ویالې
د لوی وټي پر نړیدلې ژۍ
هر مازیګر ایښي منګی ته
شمیرلي څاڅکي
له سرو لپو لویږي
منګی هم سور، لپې هم سرې اوبه هم سرې ځلیږي
هملته لیرې
هغه د وران ګودر ترغاړي
هغه ښکلی، هغه دنګه، هغه ستړې
زموږ د کلي بچۍ
کله اوبه لټوي، کله هه سور منګی
کله يې سرې منګولې
هیڅ نه مومي
منګی شي پاتې خپله ملا ونيسي پاڅي ترینه
لکه چې زړه ته تسلا ورکوي
شیطانه مخ دې تورشه
بیا لیاړی واچوي پرځمکه باندې
پر سریې لوټه کښیږدي
سترګې دې پټې شه شیطانه، له ما ورک به راشي
هغه له ړنګ ګودره غواړي هغه ړنګ یادونه
هه سودایی ده
کله ګوتې شمیري
کله پر خپلو سرکو چاودو شونډو
په ژبه ولیکی یو څو خبرې
بیایې د سلګیو له پنسل پاکه سره ورانې کاندي
بیا زړه را ټول کړي زمزمه کړي خپلې ماتې ګوډې
د هغه کونډ چنار شلیدلي ډډ ته
چناره ! وینې دې سارا نړۍ کې
ښکاری، یو ښکارلری چې پای ته رسي
او...
زه څو ښکاریان لرمه
له مانه پس به
پردې دښته نړۍ
د یو بل ښکار په تمه لارې څاری