له عمره پسې ګرزمه جانان مي پيدا نكړ
عبث مي شبګيرې ماه تابان مي پيدانكړ
غمى غوندي يم ورك ديار دميني سمندر كي
په ځان پسې مي ځيرشومه خپله ځان مي پيدانكړ
خبرنه يم ترڅوبه لا قرار وي رانه ليري
زخمي زړه مي ناسورشوخودرمان مي پيدا نكړ
خواخوږي چي مي ويني راته وايي حال دي بد دى
هيڅ يوډاډ وركوونكي مسلمان مي پيدانكړ
درتګ مي نصيب نه ووكنې ډيركوښښ مي وكړ
دسپينې قافلې مخلص بدوان مي پيدا نكړ
درګرده جوړوم درته دشعر اميلونه
لونګ مي پيدا نكړل او مرجان مي پيدا نكړ
لا وړاندي به مي وړاى واى پرې ځان له زندګئ نه
الهامه داجل سپېره طوفان مي پيدا نكړ