مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسي طنز:

ډاکتر میرویس حمیدي

  


 

د ولس مشرۍ په ټول ټاګنو کی تر ټولو عالم او د پی ایچ ډي د ډیګرۍ خاوند اشرف غني په اصطلاح د یوه آپرچونستي فرصت نه په استفادی سره د وطن د شاځلمیانو، مستانه ځوانانو او د پیغلو د سر قاتل او جلاد عبدالرشید دوستم د خپلی نوماندۍ لومړۍ مرستیال وټاکه چی که خدای کړي وو د ولسمشرۍ ټول ټاکني وګټي نو دوسنم خان به د هماغو کابلیانو په ښار کی چی وینی یی لا نه دی وچي شوی د پاچاهۍ په تخت ګونډی ووهي او د افغان اولس د همغه ویرجن کور سرخوان اوناظر به شي.

مګر د اشرف غنی د کمپاین چلم ګرځونکي او کاتبان بیا وایی چی مونږ دا نامقدس اتحاد یوازی د دی دپاره کړۍ چی دوستم خان د ازبکو یو ملیون رایی لری او د بلي خوا ادعا لر ی چی دوستم خو ګرم نه و چی د وینو سیلاب یی د ملک په کوڅو او بیدیاو کی جاری کړئ ؤ او د شاځلمیانو د تورو څڼو د سرونو قافلی یی جوړی کړی وی هغه ځکه چی نورو کسانو هم خلک وژلی دی خو خیر، نه د ده په شان او وایی چی دوستم صا‎حب په زرهاوو وژلی او هغوی په سل هاوو. دا چلم ګرځونکي د دی ادعا هم کوي چي ډاکتر صاحب اشرف غنی په لنډ محاله کی که د پښتنو او تاجکو وروڼو رایی بایلوی خو په اوږد محاله کی ګټه کوي خګه چی یو ځل انتخابات وګټی بیا به د دوستم ونډه کمزوری کړي اوهغه به د صحنی نه لیری کړي یعني چی اییتلاف خو یی نامقدس دی بلکه نیت یی هم نامقدس دی.

خو د بلی خوا دوستم هم خپل د دربار مشاورین او چلم ګرځونکي راغونډ کړي وو او د هغوی نه یی مشوره غوښته چی د دی لینوني سره بند پاتی شوی یم او تاسو وګورۍ چی دا مو سم کار کړئ چی د دی مکتبی لیونی سره زه یو ځای شوی یم. چلم ګرځونکو او په اصطلاح نجومانو چی د چرسونو د څګولو وروسته ورته فال واچاوه نو یی دوستم ته مخ راواړاوه چی مونږ مخکی ستا په هره پریکړه دومره ډاډه وو چی ستا حکم به مو پرته له غوره عملي کاوه چی تا به ویل کندهار په وینو ولړۍ مونږ به ورودانګل او لا په زانګو کی به مو ماشومان ورووژل، چی تا به ویل پغمان فتح کړۍ مونږ به وخته بیا د پغمان شینکۍ درې ته اور اچولئ ؤ او د پغمان سره غاټول به مو په خاوره وموښل چی تا به د کابل د نجونو د خوشبوییو ستاینه وکړه مونږ به تری حدیری جوړی کړی او چی تا به د هواخورۍ غږ وکړ مونږ به درته د خورو څڼو قافلی جوړی کړی.

خو دا ځل دی اشتباه کړی چی د دی لیوني سره یوځای شوئ یی او انتخابات نشی ګټلئ د یو بل چا سره به ولاړ وایی. دوستم ورته په غوصه شو چی تاسو خو تر ما هم بی عقله یۍ مګر تاسی نه پوهیږی چی دا کار ما ولی کړی ځکه چی هوښیار سړئ کله زما سره دریده او دا بی عقل ګورۍ چی څنګه یی زما لاسونه پورته کول او خپل سر یی د شرمښ غوندی کوز اچولئ و. په دی وخت کی دوستم په خپل ناظر غږ وکړ چی هلکه هغه فلم یو خل ورته چالان کړه چی ټول ټاکنو ته د نوم د ثبتولو وروسته خبریالانو مونږ ته کمری سمی کړی وی. د دربار مشاورینو او سازیانو چی فلم ته وکتل نو رښتیا یی ولیدل چی ډاکتر صاحب اشرف غني د دوستم خان لاسونه د بوکس د لوبی د ریفری په شان پورته پورته اچول اما خپل سر یی د ولس په وړاندی کوز په ورمیږه ګی ننتلئ ؤ.

د دوستم سازیان بیا مست شول او بیا ورته لاس په نامه شول او د چرسونو په څکولو یی بیا پیل وکړ چی لږ نور نیشه شول بیا یی په بادار غږ وګړ چی نو مونږ خو په ارګ کی د دی لیوني سره ګزاره نشو کولئ او مونږ اوریدلی چی هغه ډیر لیونئ او خشک مزاجه دئ، دوستم چی د خپلو سازیانو او چلم ګرځونکو د خبرو نه نور په غوسی شوئ ؤ پری یی غږ وکړ چی تاسو بیا هم نادانه یۍ او په دی دومره هم نه پوهیږۍ چی یو خل انتخابات وګټو بیا خو نو د هغه وژنه مګر کوم سخت کار دی؟ دوستم چی سریی د چرسو د نشی نه نور هم خام شوی ؤ په زوره یی نارې کړې چی بی عقلانو د ډاکتر اشرف غنی نه به مو داسی خلاص کړم لکه چی د ډاکتر نجیبالله نه می خلاص کړۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery