زه بي جانان کلي کي ژوند تیروم
ډیرپه خپګان کلي کي ژوند تیروم
که مي څوک وپوښتي دزړه له حاله
راته زندان کلي کي ژوند تیروم
ګوندي دوصل تخت ته ورسیږم
په دي ارمان کلي کي ژوندتیروم
له وېراوغم نه ویره نه لرم زه
چي دافغان کلي کي ژوند تیروم
(فیضاند)په تمه،تمه اوسم دګران
په دغه وران کلي کي ژوندتیروم