دخپریدو نیټه : 2013-10-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
احمدشاه ( احمد )
څيره يی راکړه ائينه يی رانه واخسته
څه زمانه وه ، زمانه يی رانه واخسته
په ما يی بل ستم و نه کړ ، بس دومره و چې
سر ته ولاړ آب و دانه يی رانه واخسته
دی سوداګر لکه چې دا ځل هم زه تير ويستم
کاڼي يی راکړه دردانه يی رانه واخسته
د نا امنۍ له ښاريې نه تښتيدلی مخلوق
تحفظ غواړي خسمانه يی رانه واخسته
په جبر نه ، د صدقې او د خيرات په نامه
خو ستا د حسن نذرانه يی رانه واخسته
نغمه پرست و خو حسد به يی وه زړه کې چې
رانجه يی راکړه ترانه يی رانه واخسته
احمده ! پوه نه شوم چې دوی ماله د څه په خاطر ؟
سزا يی راکړه جرمانه يی رانه واخسته