دخپریدو نیټه : 2013-10-24 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ګُل
پوهنمل محمدوارث
څو څاڅکو د باران رانه ګل يووړ
توفان نه وه خزان رانه ګل يووړ
وږمو چی سحر پاڼی رپولی
په وخت ئي د اذان رانه ګل يووړ
ما زوکړی د سپوږمۍ ته وه ساتلي
د ستورو ډک اسمان رانه ګل يووړ
په شنه اسمان ږلۍ له کومه راغله
سيلۍ او خړ توفان رانه ګل يووړ
صياد دلته د بڼ په ننداره وه
کوم غشې او کمان رانه ګل يووړ
سپرلی زمونږ په کلې کی لږ تم شو
د بر کلې باغبان رانه ګل يووړ
قانع يم امانت يی وه راکړی
(وارث) وائې يزدان رانه ګل يووړ