مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سوال او ځواب

روغوال

 
د ښا ری جلۍ او اطرا فی هلک سوال او ځواب

 کله به شی جوړه دا زما او ستا دوستي جلۍ
 زه یو کلیوال یم ته د اصله یی ښا ري جلۍ

 ته چی می خوښ شوی یی تا سره کوم واده هلکه
 زار ستا د پیکی شم د ا زما شوله وعده هلکه

 دا کله به جوړ راشو کلیوال یو عر یبا ن
 یو مړۍ ډوډۍ همیشه یو مونږ حیرا ن
 ما پر یږده غریبۍ کښی راته مکوه زا ري جلۍ
 زه یو کلیوال یم ته د اصله یی ښا ري جلۍ

 تا به راوړم ښار ته د رته ا خلم پجیرو
 یو لوی قصر جوړوم د رته د جګو کټا رو
 ته چی می خوښ شوی دا به کړم ستا په نا مه هلکه
 زار ستا د پیکی شم د ا زما شوله وعده هلکه

 زه پجیرو څه کوم هم په ښا ر کی لوی قصرونه
 هیڅ به پری ورنکړمه د خټو خړ کورونه
 ښا رو کښی نارامی دی ده اطراف کښی کراري جلۍ
 زه یو کلیوال یم ته د اصله یی ښا ري جلۍ


 ښا ر ته را شه ګله تا به چیرته مقرر کړم
 یا به دی ما مور کړم یا به جوړ د رنه افسر کړم
 لږ فکر پکښی وکړه ولی د ومره شوي ساده هلکه
 زار ستا د پیکی شم د ا زما شوله وعده هلکه

 ما کله مکتب ویلی جوړوی رانه افسر
 ولی داسی نه وا یی تل به یمه ستا نو کر
 زما کله خو ښیږی ستا په کور کښی نوکري جلۍ
 زه یو کلیوال یم ته د اصله یی ښا ري جلۍ

 را اوباسه (روغوا له) مسلی ته یو غلا ج
 د ښا ر او د اطرا ف خلک بیل بیل لری مزا ج
 که دا کار دی ونکړو خوارکۍ به زر شی مړه هلکه
 زار ستا د پیکی شم د ا زما شوله وعده هلکه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery