دخپریدو نیټه : 2013-10-26 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
پوهنمل محمدوارث
څومره که اوږدیږي د ژوندون لاره
هومره رالنډیږي د بيلتون لاره
مينځم د غزل توري راڼه به شي
جوړ به کړي احساس کی د بدلون لاره
اوس چی د سکرټو په سيند اوړمه
خیال کی می انځور شي د پرون لاره
څومره په تلوار له غره راکوزی شوی
پری به ږدي مزل کی د سکون لاره
پرښه د سهار نور تم کیدای نشي
وریځو کی بيا مومي د خلاصون لاره
دلته سپرغۍ ټولی سرګردانه دي
ځکه ئی نیولی د جنون لاره