د آبدان په لویه دښت کی، وه یو توره کیږدۍ
وري رمي باندی راټولی منځ کی ښکلی یو کوچۍ
پیڅولی د کیږدۍ یي یوخوا پورته بل خوا ځوړند
ژړی لمر دغره پر څوکه ټولولی خپل وړانګۍ
دکیږدی څخه دباندی یوشپونکئ ښایسته زلمی
وری او میږی، وړل شپاله ته یو څه لیری د کیږدۍ
وری او میږی سره ګډ وه زړه یی نه کیده و تلوته
په آمبا آمبا به میږو کړی ناری خپلو بچو ته
بیا به وریو کړی بغاری څو ژړایی میندی واوری
بیا به یی هڅی سره یو کړی یو کیدو نژدی کیدو ته
ورځ په ورو ورو تیریدله شپی بړستنه غوړوله
خاموشی په دی بیا بان کی په ورو ورو راخوریدله
ځوان شپونکی وو جل وهلی د کوچۍ لیلا لیدوته
او کوچۍ هوسیدله د زلمی شپونکی راتلوته
هلته منځ ددی کیږدۍ کی یو زانګو رازنګیدله
یوماشوم کړی پکی لوبی لاس او پښی یی خوځوله
لنډ نازک کمیس یی ځان کی اندامونه ښکاریدله
خوله یی ډکه د خندا وه بس په پټه یی څه ویله
د زانګو دوو پلوو ته مور او پلار دواړه ګوڼده شوله
ستومانی شول ترینه هیره و ماشوم ته په لیده شول
مور په ناز کی ورته ویل، پلارته وایه ستړی مه شی
پلار ویله، پلار دی جارشی ته به کله زما په پله شی
ته به کله منډه واخلی ته کله را زلمی شی
ته کله د رمو شی ته به کله ځوان شپونکی شی
بیا ماشوم به کله ځير شو ځوان شپونکی ته یی کتله
زړه غوښتل څه ووایی وړه ژبه یی خوځوله
بیا به کله کړی چغاری لاس او پښی به خوځوله
یا به کله خوله کړه خلاصه په کټ کټ به یی وخندله
ساعتونه داسی تیر شول ددوی درو سره بانډار وو
یوه شپونکئ یوه کوچۍ وه دماشوم سره یی دار دار وو
زه دلیری مسافریم سولم تم دی منظری ته
دی بیا بان کی دی کیږدۍ ته دی کیږدۍ کی ننداري ته
فکرلاړی رانه لیری شوه رایاد ماشوم یادونه
دخاورینی کوټی منځ کی د ادی بابا نازونه
نوزادی لاس می کړه لپه اوښکی تلی رانه بی واره
دوعامی وکړه مور اوپلار ته، خدایه ج وبخښی دوی دواړه
کندز د ابدان دښته د ۱۳۹۲ کال د لړم ۲مه