مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اکرام کاکا مړ شو

شریف الله شرافت

  
 سخته ګرمي وه ،اوړي وه اوبیا دهلمند ګرمسیر ولسوالۍ وه .
یوکلي چې دامیراغا زیارت ته نژدي پروت وه ،نه پکې پرمختګ اونه پکې حکومت ترسترګوکیده.
دولسوالۍ تر درشل پورې دحکومت مخالفیو لمن را رسیدلې وه اودامنیت بهیرپکې ټکني شوي وه.دافغانستان دمرکزی دولت په غوښتنه دامریکا متحده ایالاتو سمندرې ځواکونه سیمي ته دامینت دټینګښت په موخه ولیږل شو.
په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې ډیرپراخ عملیات دامنیت دټینګښت لپاره په یاده ولسوالۍ کې پلان شول.
دعملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر تلفات مخالیفینو ته ورسید ل او سیمه د دولت د مخالیفینوڅخه پاکه شوه.
په سیمه کې بهرني ځواکونه ترڅه وخته پاتي شو ترڅو سیمه افغان ملې ځواکونو ته وسپاري.
سیمزوګړي ډیرخوښ وه چې سیمه یې دهغوخلکو پاکه شوه چاچې دوي پوزی ته رواستي وه.
دعملیاتو وروسته عام وګړي بیرته خپلو کورو ته په کرار کرار راتلل تر ټولو لومړي یو سپن ږیري کاکا چې اکرام نومیده راورسید.
اکرام کاکا ډیر ښه سړي وه لکه څرنګه چې یې دنو م نه بریښي همیشه به یې اکرام کاوه.
څو ورځي وروسته روژه مبارکه راورسیده ، دبهرنیو ځواکو نوپرلور روان شو او ژباړونکې ته یې ځان ورساوه .
اکرام کاکا دژباړونکې سره دروژې په اړه خبرې وکړې اولاړ.
صباء لومړی روژه ماتي وه، اذان ته لږ وخت پاتي وه اکرام کاکا چې کورکې څه پخ کړې وه لږ یې ترې راواخستل او ژباړونکې ته یې دثواب په خاطر یوړ چې روژه پرې ماته کړې.
اکرام کاکا چې به هرڅه کور کې پخول نو دژباړونکې برخه به یې هم په نظر کې نیوله.
دروژې پنځلسمه شو ه ،ماذیګر زیړلمر په خپله لمن کې راټول کړه او ماښام خپل تورڅادرغوړولو ته چمتو کړ.
ژباړونکې هم داکرام کاکاراتګ ته سترګي په لار دي ،یوبهرني سرتیري چې به په ساتنه ولاړ وه هغې به هم دوربین کې لیده او په ژباړونکې به یې غږ کاوه چې اکرام کاکا راروان دي، خو نن په دوربین کې داکرام کاکا درک خرک نه لګید.
دماښام اذان ته په شمار یوڅو دقیقې پاتي شوي خو اکرام کاکا راپیدا نشو.
ژباړونکې بیچاره په یوڅه ناڅه روژه ماته کړه خو دومره خوند پکې نه ولکه داکرام کاکا ډوډۍ کې چې به وه.
شپه تیره شوه ،فکرونو اوسوچونو په خپل څادر کې راونغښتو او داکرام کاکا سوچونه یې کول.
سحار شو غرمه شوه ماذیګر شو چې ګوري یو کوچني دبهرنیانو خواته ورروان دي ، ژباړونکې هم په منډه منډه ورغي چې داکرام کاکا پوښتنه ترې وکړې.
ژباړونکې څه خبر وه چې همداد اکرام کاکا ځوي اکرم دي.
له کوچني څخه یې وپوښتل : اکرام کاکا پیژنئ؟
 چیرته دي؟
 دویمه ورځ یې ده چې نشته ،کوچنی په ژړا شو ستونی یې ژړژړ شو او داسي هویې اوویل :اکرام کاکا زما پلار وه خواوس نشته .
ولی!
هفه بله ورځ طالبانو له کوره ویوست او ورته یې اوویل چې ته هغه کافر ،بی دینه اومرتد ژباړونکې له ډوډوۍ ورکوي.
زماپلار ورته ورته اوویل چې هفه مسلمان دي زماورور دي بیا روژه دي ،پرمایې حق دي چې ډوډۍ ورکړم او ډوډی لا څه کړې زما سر هم ترېنه قربان دي.
ددې خبرو دختمیدو سره یې د ټوپک په ډزو وویشته او مړ شو.
نور نو اکرام کاکا په دې دنیا نشته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery