د شک غبار به د يقين له ائينې څنګه ځي ؟
دا بدرنګي به له بد رنګې زمانې څنګه ځي ؟
شمع خو ويلي شوه پتنګ هم ځان ايره ايره کړ
پيغور د ميني به له بلي پروانې څنګه ځي ؟
چنار سوزيږي ، ميندې تللې دې له ځالې ليرې
واړه بچي به يې له خپلې آشيانې څنګه ځي ؟
ساه يې مرۍ کې وه کلونه به ژوندی پاتی شوو
پوره چې نه وي سړی بې آب او دانې څنګه ځي ؟
نه يې شپه وکړه ، نه په ټکنده غرمه کې دمه
د پښتنو چم کې ميلمه له حجرې څنګه ځي ؟
پل صراط دی له ويښته نازک له توري تيرهء
احمده ! خلک به په دغه لار د شپې څنګه ځي ؟