ستا يادونــه څـــراغـــونه راتـــه بـل دي
زما دفـكــر پـتـنــګان وربـانـدي چـل دي
زړه مي وار په وار له غمه پرې خلاصيږي
دا مرغــان دي كه ګلــونه دمرســل دي
دهجران سـېــلۍ به وړاندي واى وژلى
شګر خــدايه چي مــرګـونه په اجـل دي
بيا په پزه پــير دار غـــونـدي ولاړ دى
بيا نظــرونه حصــاركړي سره چارګل دي
دبلبل خـــوږې نارې اورم شــپـــونـكـــيه!
كه تر غـــوږ مي بــيا نغــمې دا ستا نل دي
په چــا نــه غـــلــتـه وم ديـــار غـمـــونه
دامي خپل دي دامي خپل دي دامي خپل دي
ګمان نكړم چي تر عمره دي پوره شي
چي دچــا خــوبـونه وړي تــور اوربـــل دي
رقــيـــبان كــه ستــمــونه كـــړي لســګـــونه
له الهــام ســـره صــبـرونه يو په ســل دي
په خپل وطن څرخ ولسوالي كي وليكل شو