د اشنا اشنایي غم سره اشنا کړم
هر اشنا او نااشنا ته یې رسوا کړم
چې د خوبونو دنیا مې شوله ورانه
له ډېره درده په ویښه شپې سبا کړم
اوس مې سترګو کې اوښکې ایسارې ښې دي
که سېلابي شوې اباسین به تالا کړم
یو د ښکلو مینې سپک لکه د خس کړم
بل یې د دوست او د دښمن د خندا کړم
څه مینه ړنده ، څه عاشقان ړانده وي
زه خو څه ستا څه د وخت جفا بینا کړم
ستا نوم سره به تل بې وفا ولیکم
ټول پوهېږي چې روا که ناروا کړم
احمدزیه ولې دومره ډېر فریاد کړې ؟
چې مې یار ستمګر شو خود به غوغا کړم