سرو کښی مو مغزه دی که نور څه ورونو
تر څو به ویۍ ویده په خوب خواږه ورونو
نن څه شی مو خوړلي چی ویښیږۍ نه
لټا ن شوۍ د اکبر بادشاه پا خه ورونو
هو ښیار خلک د نورو نه عبرت اخلی
په څه شو ۍ غیرتیا نو مفت خواره ورونو
غټه تحصیلي د وره شل کا له وی
ورځ د بلی ورځ کیږۍ کا ږه ورونو
عقل غوایان نلری شعور لری
خپل اښور ته ګوری ښه د رانه ورونو
پا چا د ځنګلونو چی خوړل کوی
هیڅ نکړی عرض چی شی ماړه ورونو
خپلو کښی شۍ جوړ د پرد یو لاس واخلۍ
پرد یو د لاسه شوۍ داسی ړانده ورونو
ورکړۍ قلم لاس کښی خپل بچیا نو ته
لري یی د جګړو سا تۍ واړه ورونو
بس دی ای (روغواله) مرګ اومیر د ومره
دی جنګو تبا ه کړل پښتا نه ورونو