مرګ او ژوند دواړه اوسیږي په یو کورکې
محـوه کیــږي خاوري کیږي په یو ګورکې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته که څوک ځیرشی
نه په پلار کــی چــا لیدلــی نه په مــو رکــې
خــــــاتمه یـي ده یــوه په یــو زمــان کــې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته په هیڅ لورکې
یو په بل کـــــې ننوتي عاشقان دي
یــوه عجیبه تــراژیدي ده په دي سورکـې
باروت خپله شي نابود خپل انفلاق کې
که چــاودنه یي هم څــومره وي په زور کې
د مــؤمــن دوزخ آواز کــــې د رباب دی
هندو وایی ځما جنت دی ټنګ تکور کې
د یـــــوه فکـــــر نه بـــل فکـــــر ته ولاړم
د(آشنا)تر څنګ واړه دي ډیر په شور کې