زه دې تصویرپه رنګینوکې وینم
کله پامیرپه لوړو غرو کې وینم
کله نرګس کله ګلاب ښکاریږې
کله دې باز په سردرو کې وینم
چې کله کله کې پناه شې رانه
بیا دې د مینې په خوبو کې وینم
کله بیا لوړ د اباسین څپو کې
کله دې دنګو چنارو کې وینم
کله خوش بو لکه دګل د نارنج
د ننګرهارښکلو باغو کې وینم
ته یې تصویر ته د رازونو نړۍ
زه دې مدام په خپل خیالو کې وینم
ستا داسپیڅلې ګلورینې هیلې
دا ستا تصویر خوږو شعرو کې وینم
ته یې د هیلو د رازونو انځور
زه دې د سولې ارمانو کې وینم
دا ستا ارمان دستا تصویرپه شان دی
زه دې د سولې په جامو کې وینم
-------------------
سمیع الدین افغاني
۸ - ۱۰ - ۲۰۱۳
م ۰ کال