خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟
چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟
بـــدې شيبې زمـــوږ پــه زړه تيريږي
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
جنګ موسپين ګيري اوځوانان ژړوي
دبمباردنــــوم مـــوهـــر افغــــان ژړوي
دود د بــــاروتــــومـــو آ سمــــان ژړوي
څوک په ښکاره څوک لکه غله تيريږي
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري
زمـــوږ اميـــد ســـره آ رمـــان مـــــري
زمــونـږ دکلـو زوړ اوځــوان مــري
چې نــــا بللي ميلمــانـــه تــیريږي
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
دا خو عمل د کـوم خونخوار ښکاري
چې عدا لت پـه نــــوم شعار ښکاري
انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري
لکه تــر شپـولې چـی ليوه تيريږي
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
دی به هم کلی لــــرې کــور به لرې
زړه سپين سرې شانته مور به لرې
ماشوم بچي بــه لرې ورور به لرې
په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
په زور په بل حاکميت ګران کاردی
انسان وژنــــه د نا دا ن کــــار دی
خيــــراوفــــلاح دمسلمان کــار دی
څه بـه په سيمه اوکــالــــه تيريږي؟
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
بس دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې
ســوله، جــرګه شې او اتبارکلــو کې
پريږدئ چې راشې نور قرار کلوکې
په ببر ســـر ماشوم به څه تيريږي؟
چې مو دښمن زموږ تر وره تیریږي
----------------------------------