دخپریدو نیټه : 2013-11-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مسعود احمد فرزان
د لوست سره می مینه ده، قلم غواړم کتاب غواړم
خوږی خوږی سندری او سپوږمی غواړم، رباب غواړم
چی ستوری یی ورا وال یی او ګلان د باران څاڅکی
د خیال داسی محل او د جانان داسی شباب غواړم
غزال سترګی دی جار سمه په مینه چی یی راواړیی
دا غشی د نظر دی تیر، تر خپل زړګی کباب غواړم
د مینی انځورګر یمه، په مینه کی لوی سوی یم
په زړه کی د جانان می یو انځور لکه مهتاب غواړم
پنجابه خوار سی، چی دی خوار کړمه په خپل وطن کی
که اوس می توان نسته خو ګوره چی سبا درنه حساب غواړم