دخپریدو نیټه : 2013-11-23 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
فدامحمد نومير
پـــه قــــد م قــــد م کـــــې ايــښـــــــۍ راتـــه دام دی
غـــوړولــــۍ پـــه هــر لـــــور يـې لـــومـه لام دی
پـــه هــزار رنـګـــه دانــې يـې دي شـــــيـنـد لـــــي
مــنـتـظــر مـي کښـــيــوتـوتــه صــبـح وشـــام دی
پــه ســراب د وچــي دښـــتـي مـي تــيــربـاســـــــي
راتـــه ايـښــــی يـې د مـــرګ د زهـرو جــــام دی
د پـــرواز وزر مـي کـاږي پـښــــــې مـي تـــــړ ي
دا سـخـت زړۍ صـياد سـخـت خـــونـي اشـام دی
چـي مـي کـښـيــبـاسـي داوسـپـڼــي جــالـو کــــــي
زمــا پــه نــوم بــانـدي يـې ايـښۍ غټ انعام دی
ټـپـوســان زمــا د امــن فــکــر، ســوچ کـــــــړي
د هـــمـــه وو د صــيـاد پـــه قـــدم ګـــــــــام دی
ټـــول زمـــا د مـــرګ تــړون ته راغـونـډ سوي
شـيـخ، مـلا، پـيـروحـضرت کـه بـل بــدنـام دی
چــي الـلـه (ج) نــه وي وژلــــــي چــا وژلــــي
دنــومــيــردخـــولــــې وتــلــــۍ دا کـــــلام دی
۲۲/ نــومـبـر/۱۹۱۳
مـتـحده ايالات – کـلـفـورنـيـا