دخپریدو نیټه : 2013-11-26 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ښایست
سیف الرحمن(اشنا) رح
ستا ښایست کې به ګناه وی که په ما کې
چــې جفــا کې بــه ثـواب وي که وفــا کــې
چې په ځیر نظــر دې وګـورم ښایست ته
بیا مې ټول عمرافکار وي ستا په خوا کې
کـه قــوه د جــاذبی نــه وای د ځمکې
ټول ښارونه به بیا ځوړند وای فضا کې
د ښکلا جذبه د هر څه نه ده زیاته
عاشــقان یي اچــولي دي بلا کې
دغـــه مینــه، محبت او که ګنـاه ده
میینان ســره کتل کــوي پـه غلا کې
چې د عقل په نظــر ګــورم دې حال ته
څه تسل شي را پیدا په دې سودا کې
په ښــکلا بانــدی عاشــق مـلامت نه دی
دا ښایست دی چې اغیز کوي(اشنا) کې