دخپریدو نیټه : 2013-11-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
لېونيه
اټک يوسفزی
زه به کله ستا په شانتې يو سړی شم
لېونيه کاشکې زه هم لېونی شم
چې دا ستا غوندې د يار له غاړې تاو شم
سپلنيه کاشکې زه هم تور لوګی شم
څنګه جوخت دې د سينې پورې نيولی
کاشکې خاورې شم او ستا دغيږ منګی شم
دا به ځمکې نه اسمان ته رسېدل وي
بخت مې نه شته چې لونګو کې ځونډی شم
نوک ورۍ نه جلا کيږي نه اټکه
امکان نشته چې زه خپلو نه پردی شم