دخپریدو نیټه : 2013-12-03 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
لاسپوڅو ته
آريــن
د همــدې وطن په نوم باندې انســان يــم
که وطـن نه وي انسان نه هسـې ځان يم
دين مې ماخله سپکاوې مې د قام مه کړه
د تن رګ ، رګ مې آواز کړي چې افغان يم
زمـــا د هــرې عضــلې زور در معــــلـوم دی
که حـــالات هم بوډا کــړی پهـــلــوان يـــــــم
زما په هـــره يوه پاڼــه یـــې سر قربــان دی
زه مـــسبـوط غوندې سپــــر پوخ د قـــرآن يـم
چې په دغـــه بې وســۍ درســـره یـــې ګالـم
زه افغـــان یمــه ، افغــان يمــــــه افـــغان یــــم