بهاند استاد ته!
ډاکټر صاحب به کله کله د ګناه د فصل څلوریزي راته ویلې، خو زه نن د یوه شېخ د هغوګناهونوتصویرکښي ورته کوم؛ کوم چي زما اکثریت اولس یې لا نه ویني او که یې ویني خو د ګناه باور نه باندي کوي.
د عبدالله مقُري یوه ټوکه رایاده سوه: ویل یې چي د جهاد په وختونوکي یو دوه سپېره پښتانه مجاهدین د پیرانو د یوه مشر د قرارګاه سره ناست ول؛ چي یوه ډېره ښایسته سپینه خارجۍ ښځه د پیر د خوب د خوني څخه راووتله، یوه ږغ کړله چي دا ښځه څه کوي؟ هغه بل ویل چپ سه ښځه چیري ده؛ کافر سوې، هغه ملایکه ده . نو اوس ددې شېخ ګناهونه هم زموږخلکوته هغسي دي.
زمانه
د شرابو سمندر دی، جزیره ده
ماساتلې په ټول عُمرکي روژه ده
یوشېخ لوڅ لغړ نسکورپرساحل پروت دی
روا کړې یې د دین په نوم نشه ده
د کعبې پر لوري توري ناوړي پاشي
بنیاد کړې یې د کرکي بتخانه ده
یوعنوان یې په څو ډوله دی ژباړلی
ده ته مینه، زما (۱) وغاړي ته حلقه ده
ما ور وړی دین یې ماته تحریف کړی
زما(۲)پرضدیې جوړه کړې ترې وسله ده
د ارام نوم یې پرما دی حرام کړی
د ابلیس له کوره توره فیصله ده
خپل شهوت تې(۳) محبت مقام ورکړی
لمبه کړې یې پرماپاکه توبه ده
اندامونه مي اوس داسي تسخیرسوي
د وجود پرخپل وجود باندي حمله ده
چي پرسر او پرځیګر د ننګ ټوټه وه
زما(۴) د دار رسۍ هغه زما شمله ده
که یارانوپوښتل کوم هارون راښیاست
وایاست چاچي ورکه کړې زمانه ده.
۱۳-۱۱-۲۰۱۳
کشمیر – هندوستان
یادوني:
۴،۲،۱، زما؛ په یوه څپه کي ادا سوی دی.
۳تې؛ د ته یې لنډون دی.