وخت چې یې محکوم نه کړي په دار سړی چې مړنه شي
دغه جادوګر دغه دکار سړی چې مړ نه شي
موږ دشپو په سیند باندي لا هو سترګې مو پټي دي
دغه سترګور دغه هوښیار سړی چې مړ نه شي
پاڅئ او د مرګ بلا لا اوس ترستوني ونيسئ
پوه یې کړئ چې دا دسر سالار سړی چې مړ نه شي
زر موزي سرونه خدایه زر واره قربان تر ده
دا زما دخاوري افتخار سړی چې مړ نه شي
پام چې د پردي حُسن ائینوکې ځان ونه ګورې
وینم دي په چم کې بیا اغيار سړی چې مړ نه شي
اه دکرز هوا د بدخـــــشان رګوکې ځغلوي
ویاړ ارزي ښاغلی دا یاد ګار سړی چې مړ نه شي
زړه درقیب سوځي د افغان هیمت په تاو باندي
خدایږو غضري دغه انګار سړی چې مړ نه شي
۱۳/۹/۱۵