دخپریدو نیټه : 2013-12-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زه مړ شوم
اټک يوسفزی
چې د ژوند مينه مې ډېره شوه زه مړ شوم
راپيدا چې څنګه وېره شوه زه مړ شوم
نه په توره نه وژلو باندې مړ شوم
خو چې ژبه رانه هېره شوه زه مړ شوم
نه ستنه شوه نه يې وکتلې شاته
نن چې پټ مخ نېغه تېره شوه زه مړ شوم
دا د وريځو په حجاب کې پټه ښه وه
دا سپوږمۍ چې رابرسېره شوه زه مړ شوم
چې زما او د اټک منځ کې سرحد شو
دغه کرښه چې چاپېره زه شوه مړ شوم