مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو ده که فارسی ده

بهارت

 

 

 دوه سترګې مې، لیمې مې دي پښتو ده که فارسي ده
 فارسی نه زه ځاریږم او پښتو نه قربانیږم

 پلرونه مې راغلي څوک له چین څوک له ماچین نه
 خو زه شومه افغانه دې رغو نه قربانیږم

 غلیم راته ویلي: (حرامي يي نه دی غواړم )
خو زه یمه (پاړسنه ) چې پښتو نه قربانیږم

 غلیمه راته مه وایه: (ماجر يي نه دې غواړم)
په خټهّ یمه( تُرکه) خو پښتو نه قربانیږم

(فارسي) مې دي دوه سترګې او( پښتو ) مې تن او سا ده
 دی سترګو نه ځاریږم له دې تن نه قربانیږم

 پښتو ده که فارسي ده دا خو ژبه ستا زما ده
 ترکمن که هزاره دي هم هغو نه قربانیږم

(خوشحال بابا) مې سترګې دي( حافظ) می تن او سا دی
 پګړۍ نه یی ځاریږم تر (قبا ) یی قربانیږم


(کړور) که دې شمله دی( فردوسی ) زما باور دی
(له پټې خزانې )او ( شاهنامي) نه قربانیږم

 باور زموږ د دواړو یو افغان او یو ایمان دی
 باور نه مې ځاریږه ستا ایمان نه قربانیږم

 انسانه یم په زړه کې د انسان مینه زه پالم
 او تل یمه افغانه دې رغو نه قربانیږم

 په خاوره چې مین وی د هغه باتور یاري کړم
 چې نه وي تعصب پکې هغو نه قربانیږم .

بهارت ۱۶.۹.۱۳۹۲

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery