مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

نقیب الرحمن لکڼوال

 

هر څوک يو مدعا لري رازونو کې
پټې د هر چا خبرې زړونو کې
دا مړ ژواندې زړه مې راژوندی کاندي
څومره ښکلی شور دې پايزيبونو کې
غواړمه چې ټول غمونه هير کړمه
داسې جام ساقي غواړم جامونو کې
داچې په کې تاکړمه انځور ګرانی
داسی توری نه لرم شعرونو کې
داچې مونږ ته سُر دژوندون وښایی
داسی نغمې شته په ربابونوکې؟
ځکه مې دابخت خو اوبو وړئ دی
برخې مې ښې ندي نصیبونوکې
ما نقيب د خوست غرونو ته بوزیء لږ
نور يم ستړې شوی په ښارونو کې

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery