اسمان له یوه ستوري ځلا لاړه
په پانوس کی بيا له شمعو رڼا لاړه
نن قلم د چا له ګوتو بيا لویدلی
له محفله د غزلو غوغا لاړه
ای اسمانه د غزلو فصل لوټ شو
دا لوګرې بيا په لوري د ستا لاړې
منګي ولویدل د پیغلو له سرونو
مټې تشې د بنګړیو شرنګا لاړه
چی تروږمۍ زمونږ په کلي هجوم راوړ
سوې چيغې غوږ ته راغلې خندا لاړه
لمر په کومه ګناه بيا تندر نيولی
چی د عرش په لور سرتوری بریښنا لاړه
په لمسون د تورو وریځو باران راغی
له چمنه د بلبلو چغها لاړه
پيرزوئينی د ږلۍ موسم غلط کړ
په سپرلي کی د ګلانو ښکلا لاړه
چی د کلي له زاهده توبه ګار شو
وارث وليده چی کډه ئی رښتيا لاړه