دخپریدو نیټه : 2014-01-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
پوهنمل محمدوارث
له چمنه بلبلانو کډی وکړی
بيا له بڼه هم ګلانو کډی وکړی
کلی څه کړی لمر له دښتو نه غچ اخلي
کيږدۍ ټولی او کوچيانو کډی وکړی
چی ئی قتلې کړی غوټۍ په سپين سحر کی
بيا له ويری قاتلانو کډی وکړی
مېکدو کی دي جامونه جل وهلي
ځکه اوس تری هم شیخانو کډی وکړی
هم شناختو هم قبرونو تير خوړلی
هدیرو نه شهیدانو کډی وکړی
له وزرونو د کوترو بڼې وتی
وار خطاوو صیادانو کډی وکړی
د ټوپک په ځای قلم (وارث) راواخيست
رسوا شوو شیطانانو کډی وکړی