دخپریدو نیټه : 2014-01-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
پوهنمل محمد وارث
زمونږ ازغیوسره شپی دي , ګلان نه پیژنو
لا د پخوانه دی شلیدلی, ګریوان نه پیژنو
دلمرپه څانګوکی دمینی غوټۍ وزیږیدی
د رڼائي قدر کوو خو اسمان نه پیژنو
تیارو سره میشته یو لمر په غشو باندی ولو
لیوني یو خپله ګټه او تاوان نه پیژنو
دبادپه کلي کی اوسیږو اور په لپو کی وړو
تندی د وریځو مچوو خو باران نه پیژنو
څوک نوک او ورۍ په اسانۍ جلا کولی نشي
په خپل لباس کی دخپل کور دښمنان نه پیژنو