دغــــه ښارله ظلمه ډکه ۰ دغــــــــــریبوآه کښي ورکه
نه یې تمه لـــه سرکاره ۰ نــــه یـــــــې تمه له ملکه
موریه تورسرپه ژړاده ۰ ځـــــــوان زامن یې لادرکه
اوس دچاتردره ورسي ۰ چــــاتــــــــــه اوژاړي ادکـه
بیا قانون چیري ویده دئ ۰ چــــاورواغـــــــــوستئ تلتکه
دغریب دپاره سست دئ ۰ زورور لـــــره چـــــــابـــــکه
غریبي څومره لوي جرم ۰هم بـــــه لڅ وي هــــــم به سپکه
خودبه هره ورځ غوڅیږي ۰ لــــکه پـــــــــــاڼـــــــې دپـــــالکه
داخبره مو یقین سوه ۰ بــــې لـــــــه رده بې له شکه
دژوندحق دغریب نسته ۰دمــــالــــــدارو لـــــــه تـــــوپکه
اُجرتي قاتلان راغلو ۰پــــه ولــــکه کښي یې دازمکه
دغریبو عزت اخلي ۰ ډیـــــرپـــــه امــــــن له فلـکه
دبشرسترګي په کښته ۰ دوحشي هـــــم ځیــــــني کرکه
معصومان دي په قبضه کې ۰ دچــــــــرمــــــښو دکنـــډکـــه
که دغشي زموږ غفلت وو ۰ بـــــــې احساسه زړونه کلکه
ځیګرونه به سروي سي ۰ډیـــــــــرپـــــه دارنګه مړدکه
دجونګړو اوربه ولاړسي ۰ دمـــــــحلو تــــــــرپــــــــاټکه
داکاسه ماتول غواړي ۰ چــــي لـــــه کومه یه خوړکه
همایونه که خلق یو سوو ۰ زربـــــــــــې څیري سي غړکه
ــــــــ
مولوی همایون خان کاکړ
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ