دخپریدو نیټه : 2014-01-07 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ځوانۍ
غني خان غالب
ستا دي په خپل حسن قسم وي،زما په ړنګه ځوانۍ
ستا ګلابي مخ توري زلفي،زما غنمرنګه ځوانۍ
زما غریبي او ستا د پلار خاني ده ډیره لرې
ته ښاپیرۍ د کوی قاف زما ملنګه ځوانۍ
دې سرخوړلي انقلاب مو ډیر زلمي پنا کړو
یوڅو د ګوتو په شمیر پاته دي له جنګه ځوانۍ
ه دي خبره مي دي ټوله شپه طبعیت خراب وه
په بازاري ښایست کي،م ورکي سوي ګل رنګه ځوانۍ
هر مازدیګر مي ستا په نوم،جیني ګودرکي رټي
غالبه،وخورې دا چینار په شاني دنګه ځوانۍ