دخپریدو نیټه : 2014-01-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زلميتوب
اټک يوسفزی
پېغله که اور د پېغلتوب کې سوځي
شازلمي هم په زلميتوب کې سوځي
ليلا ليلا ورته بيا مه يادوئ
چې لېونی په لېونتوب کې سوځي
دا جنتي خلک اور کله سېځي
پښتانه تل په سړيتوب کې سوځي
بېشکه جنګ همېش ګټي افغانان
خو بيا نو ټول برياليتوب کې سوځي
دا څه دې وکړل په رقيب اټکه
د ورځې ويښ دشپې په خوب کې سوځي