دخپریدو نیټه : 2014-01-13 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی ارین
څه عجـــيبه شانې دونيا ده چې قضا نه لري
ښکاره،ښکاره جرمونه کيږي خو سزا نه لري
افسوس د داسې سر زمين سره تعلق دی زما
چې سل اوزرفرعون پرې ګرځي خو موسی نه لري
يا مې غزل سره دې سم پيژنګلوي ونه شوه
يا مې دخيال مجسمه چيرته معنا نه لري
چا راته وويل چې دمــيو دې توبه کړيده
آ.. شرابي سترګې دې هغسې ښکلا نه لري
حيران يم خلک ژوندي وړي ژوندي راوړي سرونه
دحسن ښارکه دې پخواغوندې سودا نه لري
آرينه څه به يو طبيب اوبل طبيب پسې ځې
ستا پرهارونه پخواني دي څه دوا نه لري