یادونه:
دا شعر د ولسي جرګې د شپاړسمي دورې د پیل په ورځوکي بېنوا ویبپاڼي خپور کړی وو چي د لوستونکو د بیابیا غوښتنو له مخي یې په تکراري توګه خپروو.
د تقدير څه سرنوشت څه انتقام دى ؟
د ژوندون سهار مو څنګه تور ماښام دى
دا چي ټوله د مرګي په خوب ويده يو
اړولى مو پر سر د زهرو جام دى
د قانون کور بې قانونه مسخره ده
د ملت کور د ارزالو ازدهام دى
انسانان په کي خرڅېږي په بوليو
پارلمان نه دى دوکان د ګنګارام دى
د افغان خوله ده له خاورو څخه ډکه
د اغيارو، د بړېڅو شيرين کام دى
حدیثونه غوبلونو ته ، ورښایي
د سیاف د تدریس څه خراب انجام دی
پښتون وژني د مغل مفاد لپاره
خوشحال خانه زموږ په برخه هم بهرام دی
د هیواد د نوامیسو قانون پلوري
قانوني د پهلوي ذهن غلام دی
د نقیب د پېرنګي نوکرﺉ زور دی
چي اسحاق له انګریزي خنجر نهام دی
مححق او بهزاد بیا مېختوب ته جوړ سول
چي تړلی یې مظلوم کابل ته لام دی
چي شورا یې جرسومه د تعفن کړه
د مارشال د شامعې حس ته سلام دی
کله جنګ کړي، کله مچه ځني اخلي
ملا ایښی د بکتاش سومبۍ ته دام دی
فوزیه د شهوتونو عجوبه ده
کامه وال پرتوګ ایستلی پاس پر بام دی
ياسيني پر پنجابي دال شکر کاږي
د ايران د جاسوسۍ سمبول پدرام دى
په سجده کي د ابلیس سندره وایي
معنوي داسي ملا، داسي امام دی
ټول برباد دي چي یې ځای وي په ولس کي
د ملت د شړل سوو لوړ مقام دی
د پښتون د مرګي توره تبه ګوره
چي څوک سر پورته کوي مرګ یې په نام دی
په شپېتو رايو کامياب حفيظ منصور سو
په زرهاوو رايو تور قانع ناکام دى
آفرین د خواجه نور پر ډګه باندي
شېرولي یې سو وکیل، فاروق مقام دی
انتشار مو د قانون د ساخت مرجع ده
انارشيزم د افغان وطن په نام دی
پر ثابت عبدالجبار مې سلام وايه
ننګرهار دي شرمېدلى ګام پر ګام دى
ستا د يار کندهار هم پرهار پرهار دى
چي لالی یې وکیل سوی عام وتام دی
مکروبونه مو زخمونو کي چاغېږي
جراثيمو را فلج کړى ټول نظام دى
زما د حال پوښتنه مه کوه رقيبه
د درد کان مې هر يو رګ هر يو اندام دى
د ملت د تورتمونو توره شپه کي
غلام فاروق شاعر ليکلى دا کلام دى