د چاودني له ږغ سره سم، خلګو يوې او بلې خواته وځغستل
د ډېرو کسانو پر سترګو توره شپه سوه
له ډېرو کسانو د تګ لار ورکه سوه
د ټولو په غوږونو کي دروند ږغ ازانګې کولې
سيمه لوغړن دود پر سر واخيسته
هرې خواته وارخطايي ده
د لوبغالي په منځ کي يو څو ځوانان ارام دي.
هيڅ حرکت نه کوي
هيڅ نه وايي.
دوى وارخطايي نه پېژني
ځوانانو له ژوند سره لوبه وکړه
دوى لوبغالي ته ويني ورکړې
يوې ړندې توغندۍ لوبغالۍ په وينو سور کړ
نن يوځل بيا افغانه مورکۍ بوره سوه
نن يوځل بيا خونړۍ لوبي کوچنۍ نجلۍ يتمه کړه
نن يوځل بيا په هديره ( قبرستان) کي نوي قبرونه جوړيږي
نن يوځل بيا افغانه مور د ځوانيمرګ زوى اخري دېدار ته ودرېده.
نور د مورکۍ اوښکي مالګيني نه دي
پېغله ملاله د جنازې له بازو څخه تندې وهي،خو ږغ يې له ستوني نه راوزي.
د پلار ګرېوان ترلمني څيرې دى.
ژاړي، خو د سترګو چينې يې وچي سوي دي
پر(ميوند) يوځل بيا تور دېو( دېب) غېږ راګرځولې
ميوند ژاړي، ميوند خواشنى دى.
غم دهر کور مېلمه دى
خداى خبر! دچا بدو سترګو، د کلي طلايي مازديګر نظر کړ؟
١٨ – ٠١ – ٢٠١٤ کندهار، نوى ښار
همدانن د ميوند په ولسوالۍ کي د فوټبال د يوې لوبي پرمهال د ړندې توغندۍ د لګېدو له امله ٣ تنه ځوانان شهيدان او ٤ نور زخميان سول