دخپریدو نیټه : 2014-01-24 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پیاله راکړ
ملیار
ساقي ډکه پیاله راکړه
خمار یمه نشه راکړه
غمو له کور شړلی یم
ملنګ یم یوه شپه راکړه
دنیا چې پکښې غم نه وي
در ځار شمه هغه راکړه
زړ ښت که رانه هیر کړی ته
ځواني مې دوباره راکړه
زړګی به مې ټکور کړمه
د مستۍ یوه شیبه راکړه
غزل ته د حفیظ ملیار
سوژه راکړه سوژه راکړه
خمار یمه نشه راکړه