دخپریدو نیټه : 2014-01-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
اوبو يوړل
اټک يوسفزی
ګلونه اوبو يوړل او باغونه اوبو يوړل
سپرلی له تندې وسو او سيندونه اوبو يوړل
سور رنګ زما د زړه و او شينوالی د خالونو
زخمونو سيلابي کړم ګودرونه اوبو يوړل
په خپله مو بندونه يو په بل دي نړولي
شملې مو اوبو يوړې او سرونه اوبو يوړل
دا خاورې زلمي ګوره چې قبرونو کې پراته دي
د دوی د پاکو وينو ارمانونه اوبو يوړل
يودانه ستوري په کې نه ښکاري اسمان ته ګورم
اټکه زموږ غرونه او لالونه اوبو يوړل