مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما شاعره ياره

مصطفی ـ آرين

 

راشه چې دسختو حادثو په غيږکې لوئ دې کړم
راشه زوړشراب دې کړم په نوي خُم راتوئ دې کړم
راشه چې شيبه ،شيبه ژوندون درته تعريف کړمه
راشه چې دخپلې بې وسۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه چې دزړه له وينو سور رنګ درته خور کړمه
راشه چې چنار ،چنار قامت درنه لوګې کړمه
راشه چې دکلي حادثو نه دې خبر کړمه
تاله به دهرې يوې قيصې نه مرثيه وليکم
راشه چې په اوښکو درته هر،پرهرتصويرکړمه
راشه چې مې ورو شوڼډې په شوڼډودرته کيږدمه
راشه چې دخپلې خاموشۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه چې شيبه،شيبه ژوندون درته تعريف کړمه
راشه چې دخپلې بې وسۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه درباب غوندې په غيږ کې راته پريوځه
راشه چې دنيمې شپې سلګۍ درته سندره کړم
راشه او دوير په جزيره کې خندا راوله
راشه چې دخپلې زنده ګۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه چې شيبه،شيبه ژوندون درته تعريف کړمه
راشه چې دخپلې بې وسۍ په معنا پوئ دې کړم
ځم چې دقبرونو سرنه مات بنګړي راټول کړمه
بيابه ئې دبلې جنازې په سرئې و شيندم
وخت دی چې ډولۍ نه تابوتونه جوړولی شي
دلته ئې د وراء په قافله لاره تړلۍ ده
دلته پريښتې دمحبت چا منع کړي دي
دلته په سوچه سيکه هم کلکه پابندي وشوه
راشه زمونږ په ښار کې دقحطۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه زوړ شراب دې کړم په نوې خم راتوئ دی کړم
راشه چې دوسپنې څپلۍ درباندې واغوندم
راشه چې دې سم د دې منزل سيفر ملوک کړمه
راشه چې دمينې په سلوک دې لږ خبر کړمه
راشه د دې لارې دسختۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه چې شيبه،شيبه ژوندون درته تعريف کړمه
راشه د دې مينې ليونۍ په معنا پوئ دې کړم
ياخو به دسپينې خولې عادت نه دې راواړوم
يا خو به په نره درته نره لاره وښيئيم
بيا خو به اصلي لارې ته وګرځې شاعربه شې
يا به د دې دخپلې شاعرۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه زوړشراب دې کړم په نوې خُم راتوئ دې کړم
خلکو وې با چا دوطن خوب نه راويښ شوی دی
راشه د دې ملک دبې هوشۍ په معنا پوئ دې کړم
راشه چې شيبه،شيبه ژوندون درته تعريف کړمه
راشه چې دخپلې بې وسۍ په معنا پوئ دې کړم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery