چــې د بېخه کـــږه تیږه د دیـــوال شي
د مودو مودو زحمت به دې پایمال شي
چې اوبه د رود شي وچې پــه چینه کې
لوي بحرونه به له کومه ځای اکمال شي
چې ریښو ته د کــوم بوټي اوبه نه وي
غټ خاخونه به یي مات په لږ شمال شي
چې تکل اسمان ته ونه شي په ځمکه
نو کیهان ته به یي له کومه پروبال شي
هــرې ونې ته چې تل د زړي نــه وي
نو پایښت به یي د نسل په څه حال شي
سرچشمه د هرې پوهې منځ د سر دی
له هم دې ځایه څوک پوه څوک پوهنوال شي
لنډه دا چې د هر څه پایښت په بیخ دی
که نظر چــرې ژور او ښه سنبال شي
رهبر ونـــه ملت څانګې او خاخـــونه
په سالم رهبر تمام ملت خوشحال شي
ډریـــور که نالایقه بي احتیاط وي
د سپرلیو به یي د مرګ سره وصال شي
د لمانځه پـــه خطایي امام مسول دی
د حساب په ورځ به ښایي چې ګوشمال شي
که د عقـــل له مخــزنه دیــد په ځیر شي
اشنا ورک به هغه وخت زموږ جنجال شي
شاعر-ارواښادسیف الرحمن(اشنا